چه را یاد شی د اشنا غمونه زر زر ژړوی می وار خطا غمونه زر زر

د وصال شپه دی له سره سبا نشی ویروی می د سبا غمونه زر زر

نه په کور نه په صحرا کی خوشحالیږم ځوروی می د اشنا غمونه زر زر

د مجنون په دود می سر شو په میرو کی کړوی می د لیلا غمونه زر زر

زړه ویشتلی په ویشتلو زړو خبروی پخسوی ئی د هر چا غمونه زر زر

که یو ځلی یار مسکی شی له خندانه ټول به هیر شی د دنیا غمونه زر زر

چه په تورو سترگو ستا قاضی مین شو نولوی ئی هر بیگا غمونه زر زر