که له رنگه ابته وی کوم نگار و به نلری هیچ چیری خریدار

چه ئی خوی د سړی نه وی څوک ئی څه کا د پوډرو که وهی پر مخ امبار

که له عقله له هنره څوک عاری وی وی په رنگ کی سور او سپین لکه انار

بی هنره به له سره څوک خوښ نه کا که په حسن لا ثانی وی پریوار

دا تاثیر د زمانی دی ښه پوهیږم که هوښیار ئی هنر زده کړه په تلوار

ښه به داوی چه زده کړی ته خپل چمتو شی نر او ښځی که صغار وی که کبار

قاضی وکړه دا وینا د زړه له کومی نور ئی تاسو ته درپریښود اختیار